په نورستان ولایت کې یوې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، د دغه ولایت د تیتن درې ځنګل کې لګېدلی اور په بشپړه توګه نه دی مهار شوی.

د سرچینې په وینا، د اور د مهار لپاره ځايي خلک له مسوولانو سره په ګډه هڅې کوي، څو هر څه ژر یې کنټرول کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې وړاندې د نورستان د والي وياند سيف‌الدین لټون هم دغه پېښه تایید کړې وه او ويلي و چې د اور د مهار لپاره جدي هڅې روانې دي، خو تازه د اور د اوسني وضعیت په اړه د نورستان ولايتي چارواکو څه نه دي ویلي.

د معلوماتو له مخې، د يادې سيمې په ځنګل کې دا اور لګېدنه د سې‌شنبې شپې راپدېخوا رامنځته شوې ده. د يادونې وړ ده چې اوونۍ وړاندې هم د نورستان ځنګلونو اور اخیستی و او څو ورځې يې دوام وکړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم مسوولانو يې د زيان په اړه کره معلومات نه دي رسنیز کړي، خو ځايي خلک وایي چې ګڼ‌شمېر لويې ونې او بوټي په‌کې له‌منځه تللې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام