د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولانو ویلي چې د خوست ولایت د جلغوزیو په ځنګلونو کې د تازه‌ اورلګېدنې له امله ۳۰ جریبه ځنګل سوځېدلی دی.

د یاد وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعینن سلام‌وطندار ته ویلي چې د خوست د موسی‌خېلو او قلندر ولسوالیو ځنګلونو کې اورلګېدنه د ځایي خلکو په مرسته تر یوه بریده کابو شوې، خو له امله یې ۳۰ جریبه ځنګل سوځېدلی او له منځه تللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه اورلګېدنه کې خلکو ته زیان نه‌دی اوښتی او د سوځېدلو ونو د بېرته راشنې کېدو امکان هم شته دی.

نوموړي وویل: «د ۳۰ جریبه شاوخوا کی ځنګل سوځېدلی. لامل یې ځایي خلک وایې چې دلته کوچیان پراته وو او دوه ورځې وړاندې تر اورلګېدنې کډه شوي وو. کوم اور چې له هغوی پاتې شوی، شونې ده چې د هغه له امله اورلګېدنه رامنځته شوې وې.»

بل‌خوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بشیر‌احمد عثماني هم سلام‌وطندار ته ویلي، د موسی‌خېلو او قلندر ولسوالیو د جلغوزیو ځنګلونو کې اورلګېدنه تر ډېره کنټرول شوې او د موضوع څرنګوالي په موخه سیمې ته یو پلاوی تللی دی.

دی وايي، هڅه کوي چې ډير ژر دغه اورلګېدنه په بشپړه توګه کنټرول کړي.

په همدې حال کې د موسی‌خېلو ولسوالي اوسېدونکي وایي، دغه اور له یکشنبې ورځې راهیسې بل شوی چې د قومونو په ځانګړې توګه د ځوانانو په ملاتړ تر ډېره کنټرول شوی دی.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد او د ځنګلونو د چارو کارپوه صفی‌الله خُرمي وایي، اړتیا ده چې مسوولان د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسي.

هغه وویل چې د بارانونو نه‌شتون، د هوا تودوخې او وچکالۍ ته په پام، کمه بې‌احتیاطي ځنګلونو کې د اورلګېدنې او د اور پراخېدو لامل کېدای شي.

د یادونې ده چې د خوست له غرونو وړاندې د کونړ او نورستان غرونو کې هم ورته اور لګېدلی وو.

د کرنې وزارت چارواکو ویلي، ، د کونړ او نورستان د اورلګېدنې څرنګوالي لپاره یې سیمې ته پلاوی استولی، څو راتلونکې کې د ورته پېښو مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر ونیسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی په وینا، د هېواد په کچه به د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه او هر ځنګل ته څېرمه قرارګاوې جوړې کړي چې ځنګلونو ته تلونکو کسانو څخه به پلټڼې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام