Asset 1SWN

میدان وردګ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

maidan-wardak-province

د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي اوسېدونکی او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی وایي، له تېرې شپې راهیسې د جلرېز ولسوالي په بېلابېلو برخو کې د افغان ځانګړو ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته ویلي، افغان ځواکونو نن سهار په جلرېز ولسوالي کې هوايي برید کړی چې له کبله یې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې د یادې کورنۍ یو پلار، دوه خویندې، درې ورونه او یو هم نږدې خپل شامل دی.

هغه زیاتوي، وژل شویو کسانو په کروندو کې کچالو کېښودل چې هوایي برید پرې شوی دی.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د میدان وردګ ولایت د محلي چارواکو او امنیتي مسوولانو نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

بله‌خوا ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په جلرېز ولسوالي کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام