Asset 1SWN

لوګر کې د «سنځل ګل» ۱۷مه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

IMG-20230518-WA0022

لوګر کې د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره نن پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار اړوند سپورټ لوبغالي کې جوړه شوه چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په‌کې نوم‌وتو شاعرانو او فرهنګ‌پالو ګډون کړی وو.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولانو په وینا، سږکال د سنځل ګل دودیزې مشاعرې ته له کابل، کندهار، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او میدان‌وردګ ولایتونو څخه سلګونه شاعران او لیکوالان راغلي وو چې د شعر مینه‌والو مینه يې په خپلو سوله‌ییزو شعرونو خړوبه کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سږکال لوګر کې جوړه شوې مشاعرې د تېرو کلونو سره په توپیر، د وینا برخه نه لرله او یوازې شاعرانو په‌کې خپل ترتیب شوي شعرونه وړاندې کړل.

د مشاعرې ګډونوالو ته که څه هم تر ډېره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په شعر ویلو کې ازادي ورکړل شوې وه، خو بیاهم یوشمېر شاعرانو د شاعرۍ په ژبه غوښتنه کوله چې د شعرونو په انتخاب او وړاندې کولو کې دي بشپړه ازادي ورکړل شي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل چې لوګر کې هر کال د سنځل ګل مشاعره د شاعرانو او لیکوالانو د مینې، یوالي او ورولۍ په موخه جوړېږي چې سږنۍ مشاعره کې د تېرو کلونو په پرتله د ګډونوالو شمیرهم دوه برابره وو.

هغه وویل: «لوګر کې سنځل ګل مشاعرې ته سږ کال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو کندهار، زابل، خوست، ننګرهار، غزني، پکتیا او حتی پکتیکا څخه سلګونه شاعران او ادیبان راغلي وو او مشاعره په ډېره ښه توګه ترسره شوه.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر کې هر کال د سنځل ګل دودیزه مشاعره او مېله د سنځلې ګل له سپړېدو سره سمه ترسره کېږي چې د افغانستان د ګڼو ولایتونو شاعران او فرهنګیان هم په کې ګډون کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام