Asset 1SWN

لغمان کې د «سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ» مشاعره جوړه شوه

51f0a69e-9dd9-473f-af3c-6ea51a3a8589

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري «سه‌شنبه، د غبرګولي ۱۶مه» د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار کې د «سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ» مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره چې سږکال د محترلام ښار څخه لرې په یوه کلي کې د سیند تر غاړه جوړه شوې وه، ګڼ‌شمېر شاعرانو، لیکوالانو، حکومتي مسوولانو او عامو خلکو په‌کې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عتیق‌الله قریشي وايي، دغه مشاعره یې لغمان ته د سیلانیانو د جذبولو لپاره جوړه کړې وه.

هغه وویل: «دې سیمه کې مشاعره څو پیغامه لري، لومړی دا چې سیلانیان ورته راماتیږي، بل دا چې خلک له یو بل سره بلدیږي او درېیم دا چې د امن پیغام خلکو ته انتقالوي.»

دغه مشاعره به تېرکلونه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست انګړ کې جوړېده.

په ورته مهال یاده مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین  عتیق‌الله عزیزي دا ډول مشاعرې د ادب د ودې لپاره مهمې وبللې او له شاعرانو یې وغوښتل چې په شعرونو کې د چارواکو د ستاینې پر ځای، هغه حقایق برسېره کړي چې ټولنه ورسره مخ ده.

هغه وویل: «پخوا همدې خلکو موږ ساتلي یوو او اوس موږ اړ یو چې دوی ته خدمت وکړو. دا ډول مشاعرې ادب ته وده ورکوي او موږ یې ملاتړ کوو.»

بل لورته یوشمېر فرهنګیان وايي، په لرې پرتو سیمو کې مشاعرې د سولې او امن پیغام دی او خلک کولای شي چې په ارامه ژوند وکړي.

له ننګرهار څخه راغلی فرهنګ‌پال ضیاء‌الدین همت‌مل وویل چې له داسې مشاعرو سره د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کمېږي او پر حکومت د خلکو باور لا زیاتېدای شي. هغه وویل: «دا ډول مشاعرې د خلکو او دولت ترمنځ واټن کموي او په امن او سولې د خلکو د باور کچه نوره هم لوړوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره هر کال د پسرلي په شپو او ورځو کې په یاد ولایت کې جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام