
لغمان کې د «سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ» مشاعره جوړه شوه
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري «سهشنبه، د غبرګولي ۱۶مه» د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار کې د «سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ» مشاعره جوړه شوه.
دغه مشاعره چې سږکال د محترلام ښار اړوند «نوري» کلي کې د سیند تر غاړه جوړه شوې وه، ګڼشمېر شاعرانو، لیکوالانو، حکومتي مسوولانو او عامو خلکو پهکې ګډون کړی وو.
