Asset 1SWN

هند کې د افغان محصلانو د ویزو نه نوي کېدل؛ «بې‌برخلیکه پاتې یوو»

daneshjoo.hend_-qbjfd3iq7mcdxv4jvzz7ezxy0qvysku3fpm0ta4ux4

په هند کې یوشمېر افغان محصلان چې د پخواني اسلامي جمهوریت پر مهال د زده‌کړو لپاره دغه هېواد ته ورغلي وايي، په روان کال کې یې د زده‌کړو ویزې نوې شوې نه‌دي او له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

د دوی په وینا، له تېرو څلور میاشتو راهیسې افغان محصلان چې شمېر یې ۷۰۰ کسانو ته رسېږي، د هند د کلتوري اړیکو شورا دفتر یا د محصلانو لپاره د بورسیو برابرولو مرکز، په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او د هند د بهرنیو چارو وزارت ته د اعتراض په توګه ورغلي او د خپلو ویزو د نوي کېدو غوښتنه یې کړې، خو تر اوسه یې کومه پایله نه‌ده لرلې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمدضیا روحاني چې د هند په «میسور» پوهنتون کې له ادارې او سوداګرۍ څانګې فارغ شوی وايي، په دغه هېواد کې د محصلانو له لوري د زده‌کړو د دوام غوښتنې سره سره د تېرو کلونو په پرتله د هغوی مالي ملاتړ کم شوی او هره ورځ خبرداری ورکول کېږي چې د پوهنتونونو لیلیې خوشې کړي.

هغه زیاتوي: «شاوخوا څلور میاشتې کېږي ۷۰۰ محصلان بې‌برخلیکه دي. له اقتصادي اړخه ډېرې ستونزې دي او مالي ملاتړ نشته. هره ورځ خبرداری راځي چې لیلیې باید پرېږدئ، موږ په هند کې د زده‌کړو دوام غواړو، خو تر اوسه راته چا روښانه ځواب نه‌دی راکړی.»

په هند کې افغان محصلان وايي چې دغه هېواد په ۲۰۲۳ کال کې د ناڅرګندو لاملونو له کبله د دوی ویزې نه‌دي نوې کړي. د هند په پونه پوهنتون کې یو افغان محصل اسحاق سروري وايي: «بې‌برخلیکه یوو. ۲۰۰ نجونې او ۵۰۰ هلکان یوو او د ویزو وخت پای ته رسېدلی دی. په ناوړه وضعیت کې یوو. نوملیکنه نشته او ویزې نه نوې کېږي. له بده مرغه، محصلان له اروايي فشارونو سره مخامخ دي. تر اوسه روښانه ځواب نه‌دی راکړل شوی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د هند په بنګلور پوهنتون کې یوه افغان محصله شمسیه چې ټاکل شوې تر راتلونکو لسو ورځو پورې یې ماسټري پای ته ورسېږي، وايي چې افغانستان ته د بېرته ګرځېدو او ناڅرګندې راتلونکې ته اندېښمنه ده. هغه زیاتوي: «مېرمنې د کار حق نه لري. که بیا افغانستان ته ولاړه شم، کومې زده‌کړې مې چې کړي، بې‌ځایه کېږي. غواړم همدلته زده‌کړو ته دوام ورکړم او زده‌کړې وکړم.»

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو ریاست نظر هم ولرو، خو مسوولان خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د یادونې ده چې تر دې مخکې یوشمېر هغه افغان محصلان چې د رخصتۍ لپاره افغانستان ته راغلي وو، هند ته د بېرته ګرځېدو لپاره یې د ویزو نه ترلاسه کولو له کبله شکایتونه لرل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام