Asset 1SWN

د اختر لپاره د افغان ښځو تیاری؛ «هره ورځ دې چې پیسې لرلې، هماغه ورځ اختر دی»

میوه_ی خشک برای عید

افغان ښځې تل په هېواد کې د شته دودونو او هم د مینې له کبله تر نارینه‌وو ډېر د اختر نمانځلو ته هوسېږي او د کور له پاکولو نیولې تر ځان او ماشومانو ته د نویو جامو تیارولو او د مېلمنو تر هرکلي پورې هر څه ته چمتووالی نیسي.

سږ کال د کابل ښار په منډيي کې تر بل هر وخته د ښځو ګڼه‌ګوڼه چې د ځان او بچیانو لپاره د جامو پېرودلو په موخه راغلي، زیاته ده. په دغه راپور کې له دولسو ښځو سره چې د اختر لپاره تیاری نیسي، مرکې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدونکې هدیه رحماني او فضیله احمدي چې د درېیم مکروریانو بازار ته د سودا لپاره راغلي وايي، خوښېږي یې چې د اختر ورځو کې نوې جامې واغوندي او خپلو مېلمنو ته په بېلابېلو مېوو سمبال دسترخوان وغوړوي.

هدیه وايي: «زه اوس په بازار کې یم؛ د درېیم مکروریانو بازار کې، ډېر تود بازار دی. ټول پر پېرلو بوخت دي؛ زه هم نن راغلې یم، ځان ته مې څو جوړه جامې وپېرلې؛ د اختریز دسترخوان لپاره مې لوښي او وسایل وپېرل. ډېره سودا مې واخیسته.»

فضیله هم وايي: «اختر په رانږدې کېدو دی؛ هره کورنۍ اختر ته تیاری نیسي او ما هم ورته چمتووالی نیولی. کور مې پاک کړی او ځینې لوښي مې پېرلي. روښانه ده چې هر څوک اختر ته یو ځانګړی تیاری نیسي؛ په ځانګړې توګه مېرمنې او اختر په ښځو رنګین دی.»

د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکې مدینه چې د روژې له سره د کور پر پاکولو بوخته ده، وايي: «د اختر ورځو کې ښځې ډېرې د کور پر پاکولو بوختې وي او ما هم ټول کور پاک کړی؛ فرشونه مې مینځلي؛ پردې، د توشکو پوښونه او د اختر لوښي مې بدل کړي؛ دا ټولې بوختیاوې دي چې نجونې پرې بوختې دي.»

د کابل ښار د نهمې ناحیې یوه بله اوسېدونکې سحر حکیم‌زاده چې د روژې له پیله د کور پر پاکولو بوخته ده، هم وايي: «زه ډېره هڅه کوم چې څلورخواوې پاکې کړم؛ ټول ځایونه پاکوم او هڅه کوم چې هر څه منظم وي او که امکان ولري، نوي لوښي او وسایل وپېرم؛ ځکه چې کور مو ښکلی ښکاره شي.»

افغان کورنۍ په اختر کې پر دسترخوان د ډول ډول وچو او تازه مېوو، کېک او کلچو په اېښودلو سره مېلمنو ته ښه راغلاست وايي. یوشمېر ښځې له اختر مخکې کورنۍ کلچې پخوي او یوشمېر نورې غواړي د دسترخوان منځ کې د یوې ګېډۍ ګلانو په اېښودلو سره هغه رنګین کړي.

سیتا جیهون چې اختر ته یې ځانګړی تیاری نیولی، وايي: «زه د اختر دسترخوان ته ډېر پام کوم، په خپلو لاسونو یې ښکلی کوم؛ کلچې، کېک، کجورې او نور په خپلو لاسونو ورته پخوم. اختر ډېر ارزښت لري؛ هغه کسان یا ملګري چې سره خپه وي، یو بل ته غاړې باسي.»

ژیلا هم وايي: «له اختر یوه ورځ مخخکې ځینې خواږه، لکه بغلاوه، کورنۍ کلچې او ځینې نور چې دسترخوان مو ښکلی کړي، هڅه کوو چې تیار یې کړو. اختر نجونو ته یو نوښت دی؛ څومره چې دسترخوان ښکلی وي، ډېر یې خوښېږي.»

که څه هم ټولې ښځې غواړي چې اختر ښه ونمانځي، خو یوشمېر یې وايي چې د اقتصادي کمزورۍ له کبله نه‌شي کولای څرنګه یې چې زړه غواړي، هغسې ورته تیاری ونیسي.

یوه افغانه مېرمن سمیرا وايي: «اختر له کومه شو؟ اختر د شتمنو لپاره دی. موږ یو وخت دنده لرله، کار مو درلود، اختر هم راته ښه و؛ هره ورځ دې چې پیسې ولرلې، شتمن وې، هماغه ورځ سړي ته اختر دی. نه د وچې مېوې پېرلو پیسې لرو، نه کومه بله پانګه لرو چې ژوند مو پرې وچلېږي.»

یوه بله افغانه مېرمن خاتمه وايي: «د اختر ورځې دي؛ هېڅ تیاری ورته نه لرو. نور هر څه پر خپل ځای، خو دا چې ماشومان له دباندې راځي وايي، مورې ټولګیوالو مې ځانته جامې راوړې، بل یې راځي او وايي چې ملګری مې له پلار سره ولاړ، ځان ته یې جامې وپېرلې؛ بل یې راشي چې ټولګیوال مې وچه مېوه واخیسته؛ مورې موږ یې کله اخلو.»

افغان نارینه بیا د دې لپاره چې مېرمنې د اختر په رنګینولو او ښه نمانځلو کې ښه رول لوبوي، د هغوی ستاینه کوي. د کابل اوسېدونکی محسن‌خان تابش وايي: «زموږ کورنۍ کې د کور د تنظیم مسوولیت نجونې، ښځې، زموږ خویندې او میندې لري؛ د اختر لپاره تیاری نیسي؛ کور پاکوي، دسترخوان برابر او ښکلی کوي.»

د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې وايي چې د کمزوري اقتصاد او پر افغان ښځو د لګېدلیو محدودیتونو له کبله د اختر نمانځلو سره د ښځو علاقه کمه شوې ده. د ښځو حقونو فعاله یلدا عزیزي وايي: «هغه مزې مو چې دوه کاله مخکې په اخترونو کې لرلې، اوس نشته؛ هغه مینه او یو د بل لیدل مو چې مخکې کول، کمرنګه شوي؛ ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او نجونې پر ټولنیزو رسنیو لیکي چې اختر ته یې جامې نه‌دي کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد هم اختر ته د چمتووالي برخه کې د افغان ښځو زیار ستايي او وايي: «ښځو په روژه کې د خپلو کورنیو ډېر خدمت کړی. له خدایه ورته اجر غواړو او غواړو چې ارام او خوشحاله اختر ولري او راتلونکي اخترونه هم په امن کې تېر کړي. ټولو هېوادوالو ته دې اختر مبارک وي.»

ښځې چې په کورنیو کې د یوه اختر لرلو لپاره ښه او جوړوونکی رول لري، له اختر وروسته د پاکولو او دسترخوان مسوولیت هم ور پر غاړه دی او له کوچني اختر وروسته بیا لوی اختر ته چمتووالی نیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام