Asset 1SWN

اختر او بې‌وزلي؛د غزني اوسېدونکی: والله که مې ماشومانو ته څپلۍ اخیستې وي

اختر

د کوچني اختر په نږدې کېدو سره د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د اختر نمانځنې لپاره د جامو ګنډلو او وچې مېوې د پېرلو توان نه‌لري.

صدام چې د غزني ښار په «فرخي چوک» کې نکریزې پلوري، وايي، د کمزوري اقتصاد له امله اختر لپاره جامې او وچه مېوه نه‌شي اخیستلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «څوک چې پیسې لري، د هغوی لپاره ښه دی. خو د چا چې وضعیت ښه نه‌دی، بې‌وزله دي، د هغوی لپاره ځورونکی دی. عید هم ورته غم دی. ځکه پیسې چې نه‌وي، اختر هم مزه نه‌کوي، ټول په غم او بې‌وزلۍ کې تېرېږي.»

د غزني اوسېدونکی خدایداد هم وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د اختر لپاره ځان او خپلو ماشومانو ته جامې نه‌دي کړي او د مېوې درګ یې هم نه‌لګېږي.

هغه وویل: «په ټوله روژه میاشت کې هره ورح رازځم، کله ۲۰ کله ۳۰ وومه. نهه نفره خوراکیان په کور کې لرمه، کوروال می مریضان دی. کار نشته، روزگار نشته. ۵ زامن او دوه مې لورانې دي. والله که مې ورته یوه جوړه چپلکه اخیستې وي.»

په دغه راپور کې د غزني ښار له یوشمېر اړمنو خلکو سره مرکې شوې او د دغو کسانو لویې برخې ویلي، د اختر لپاره د جامو او وچې مېوې د پېرلو توان نه‌لري.

غزني کې د جاوېد په نوم کارګر ماشوم وايي، د خپلې کورنۍ سرپرست دی او د اختر لپاره يې نوي کالي نه دي اخيستي. دی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي. «له هلمند بې‌ځایه شوی یم او کور مې شهر کهنه کې دی. د اختر لپاره مو سودا نه‌ده کړې. کار نشته. کاش دولت مرسته وکړي موږ سره. اووړه او غوړي راوړي، یو څه مرسته دې وکړي.»

خو د اړمنو کسانو په مخونو موسکا او د دغو کورنیو لپاره د کار د زمینې پیدا کولو مسوولیت د چا پر غاړه دی؟

د پوهنتون استاد او د ټولنیزو چارو کارپوه داریوش صمدي سلام‌وطندار ته وویل: «د حکومت مسوولیت دی. مشران باید پام وکړي چې اختر کې اړمن هېر نه‌کړي او د خوښیو وېشلو په پار د اړمنو لاسنیوی وکړي، څو د هغوی دسترخوان هم ډک شي او خپل مسوولیت ادا کړي.»

د غزني ښار کې د سړک تر غاړې یو‌شمېر کسان له خپل لاس‌ګاډي سره په تمه ولاړ دي چې څوک یې د کار کولو لپاره بوځي.

په همدې حال کې د غزني د والي ویاند حافظ عمر غزنوي سلام‌وطندار ته وویل، په تېر ۱۴۰۲ کال کې پر زرګونو اړمنو کورنیو نغدي او خوراکي توکي وېشل شوي او دا لړۍ به سږ کال هم دوام وکړي.

«په غزني کې د ولایت مقام سره د همغږۍ په سکتوري ادارو او خیریه موسسو له‌خوا په غزني کې زرگونو اړمنو او بې‌وزله او یتیمانو سره خوراکي او نقدی مرستی تر سره سوی دی. د نوی کال د پیل سره سم انشالله د ولایت مقام چمتوالي لري، انشالله د هغو اړمنو او بې‌وزلو سره په شفافه توکه مرسته ترسره کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

غزني کې داسې مهال خلکو د اقتصادي ستونزو له امله اختر لپاره چمتووالی نه‌دی نیولی چې سلام‌وطندار ته د یو‌شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم ویلي، د وزګارتیا، کمزوري اقتصاد او د توکو لوړو بیو په دلیل یې هغه ډول چې په‌کار ده، اختر ته تیاری نه‌دی نیولی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام