Asset 1SWN

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په اړه غونډه جوړه کړه

ddddddd

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (د فبروري اووه‌ویشتمه، د سه‌شنبې ورځ) د افغان ښځو د اقتصادي وضعیت په اړه غونډه جوړه کړه. دا غونډه د «د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت لپاره اېتلاف» په نوم جوړه شوې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي چې یاده غونډه د افغان نجونو او ښځو لپاره د کارموندنې، بوختیا او زده‌کړو لپاره د نوي مشارکت په اړه جوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره په زیان بللی او زیاته کړې یې ده: «که ښځې او نجونې زده‌کړې او کار وکولای شي، ګټه یې ټول هېواد ته رسېږي. ښځې کولای شي چې د کورنۍ نفقه برابره کړي؛ هغوی د افغانستان اقتصاد ته میلیونونه ډالره ور زیاتوي؛ د لا ډېرو عوایدو او د سولې او امنیت ټينګښت لپاره اقتصادي فرصتونه زیاتوي او د ښځو ګډون د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.»

په همدې حال کې یوه سوداګره افغانه عزیزه مومند وايي، د سوداګرۍ برخه کې د ښځو کار او رول ملاتړ ته اړتیا لري. عزیزې مخکې د سپورټي جامو او توکو د تولید شرکت درلود، خو له څو کلونو راهیسې د بازار نه لرلو له کبله په ټپه ولاړ دی. هغه زیاتوي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د سوداګرۍ، صنعت او کاروبار د پیاوړتیا لپاره د هغوی ملاتړ وکړي.

نوموړې وايي، مخکې په شرکت کې ۱۳۰ ښځو ورسره کار کاوه او اوس د جامو ګنډلو خونه کې ورسره ۸۰ نجونې او ښځې کار کوي. عزیزه مومند ټینګار کوي چې نړیوالې ټولنې تر دې مخکې هم د ملاتړ ژمنه ورسره کړې وه، خو تر اوسه یې ترې څه نه‌دي لیدلي.

هغه په افغانستان کې د ښځو اړوند شرکتونو د فعالیت په اړه وايي: «ډېری شرکتونه اوس له دیوالي کېدو سره مخامخ دي؛ ځکه موږ مناسب بازار نه لرو. مخکې مو له هېواده د باندې صادرات کول، خو اوس یې نه‌شوو کولای؛ ځکه سوداګریزې لارې تړلې دي.»

بله‌خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د سوداګرۍ او د هېواد د اقتصاد لپاره ګټور بولي او ټینګار کوي چې دغه وزارت افغان ښځینه سوداګرو ته د اسانتیاوو او فرصتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «د سوداګرۍ او صنایعو وزارت تل د ښځینه سوداګرو هراړخیز ملاتړ کړی دی. موږ هڅه کوو چې لا ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې کړو. موږ د یوه انلاین وېب‌سایټ د جوړولو په لټه کې یوو چې له لارې یې وکولای شي نړۍ ته خپل صنایع او تولیدات ورسوي. موږ هره ورځ د هغوی د کار ښه‌والي شاهدان یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د افغان ښځو پر کار محدودیتونه لګولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام