افغان ښځې سره له دې چې له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي، خو بیا هم نهدي ماتې شوي او هڅه کوي چې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي. که څه هم افغان ښځې اوس خپلو ډېرو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه لري، زدهکړو او کار ته نه پرېښودل کېږي، خو یوشمېر هغو یې په ټولنه کې د خپل فعالیت د دوام په موخه کوچنیو کاروبارونو یا سوداګرۍ او ان لیکوالۍ ته مخه کړې، څو هم خپله نورو ته اړ پاتې نهشي او هم د کورنۍ مسوولیت پر غاړه واخلي.
سلاموطندار په دغه راپور کې له ۲۳ ښځو سره چې په کابل کې کوچني کاروبارونه کوي، مرکې کړې دي. په دې ډله کې شپاړلس هغه نجونې دي چې پوهنتون ته د تګ هیله یې لرله، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو او د دوی پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو سره یې خپلې هیلې له لاسه ورکړي او نور یې په اړه فکر هم نه کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه نجونې د دې لپاره چې د کور له بندیوانۍ خلاصې شي او زدهکړو ته د نه لاسرسي اندېښنې شا ته پرېږدي، پر لیکه رسنیو ته یې مخه کړې او په انلاین ډول کار کوي. دوی په انلاین توګه د سینګارتوکو او کتابونو د پلور او خبریالۍ برخه کې کار کوي او له دې لارې خپل ژوند جوړوي.
د کابل ښار اوسېدونکې فرحناز چې د کمپیوټرساینس برخه کې د پوهنتون له پای ته رسېدو وروسته پر کور ناسته وه، له ناهیلۍ او یوازیتوب څخه د تېښتې په موخه یې کتاب لوستلو ته مخه کړې ده. هغه د ځان بوخت ساتلو لپاره ګڼشمېر کتابونه پېرلي او یو کوچنی پلورنځی یې جوړ کړی او خلکو ته په انلاین ډول کتابونه رسوي.
هغه زیاتوي: «درې میاشتې کېږي چې دغه کار مې پیل کړی. ځکه مې دغه کار غوره کړ چې خپله مې کتابونه لوستل او دا د کتاب لوستلو دود د پیاوړتیا لپاره ډېر ښه دی. که مناسبو شرایطو ته په تمه شوو، هېڅکله به را نهشي؛ موږ باید خپله ښه شرایط برابر کړو، موږ پر شرایطو تکیه نهده کړې او ورونه او خویندې مې په دې برخه کې ملاتړ کوي. ما د خپلې معلمۍ پیسې ټولې کړې وې او خور مې هغه پیسې چې په ورځني ډول به ترې لګېدې، ټولولې.»
د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې دریا چې څلور کاله د دې لپاره بېخوبۍ زغملې چې لومړی مقام وګټي او له فراغت وروسته پر کور د ناستې پر ځای یې په یوه خصوصي اژانس کې خبریالۍ ته مخه کړې ده.
هغه زیاتوي: «نږدې پنځه میاشتې کېږي چې په یوه خصوصي اژانس کې کار کوم؛ د خبر برخه مې پر غاړه ده. منم چې د افغانستان شرایط د ښځو لپاره ښه نه دي، خو موږ باید له زړه تنګونه راوباسو. که ما دغه شرایط منلي وای او کار مې نه کولی، طبیعي خبره ده چې د کور ښځه به رانه جوړه وه؛ خو دا چې پر خپله وړتیا مې باور درلود، ډېره مرسته راسره کوي چې پرمختګ وکړم.»
په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ښځې له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوې او د زدهکړو، تحصیل او په نادولتي ادارو کې یې د کار کولو حق له لاسه ورکړی دی؛ هغه څه چې د دوی ژوند یې ستونزمن کړی او په ټولنه کې یې شتون کمرنګه شوی دی. اووه نورې ښځې چې په دې راپور کې ورسره مرکې شوي، له دغو خنډونو او ننګونو سره یې مبارزه کړې او په ټولنه کې فعاله پاتې شوې دي.
خاطره چې درې کاله وړاندې يې په ماليې وزارت کې دنده ترسره کوله، د دندې له ګوښه کېدو وروسته په ډېرو هڅو سره توانېدلې چې دوه شرکتونه جوړ کړي. هغې له یوه چینايي شرکت سره تړون لاسلیک کړ او تر ۵۰۰۰ زیاتو ښځو ته یې د کار موکې برابره کړې ده. « زه نږدې درې کاله کېږي چې سوداګري کوم؛پخوا مې په مالیې وزارت کې کار کاوه. له تحولاتو وروسته مې سوداګرۍ ته پاملرنه وکړه او اوس دوه شرکتونه لرم؛ یو د میوو پلورلو او بل د جامو جوړولو شرکت. اوس مې له یوه چینايي شرکت سره تړون کړی او ۵ زره ښځې په کار کیږي. ښځې له پامه غورځول شوي او قوي اراده لرم؛ زه تل ښځو ته وایم چې مبارزه وکړي.»
د کابل په یوه بله برخه کې، د نجمه په نامه یوه بله مېرمن هم له سختیو راوتلې او د خپلې کوټې په یوه کونج کې د هغو ښځو کیسې لیکي چې په افغانستان کې یې د ژوند دردونه او رنځونه تجربه کړي. هغې په دوه کلونو کې د کاغذ سپینې پاڼې په افغانستان کې د ښځو د ښو او بدو ورځو په کېسو تورې کړي دي.
نجمې؛ اوس د (خواب و خیال) په نامه یو کتاب خپور کړی چې د افغان مېرمنو درد او رنځ پکې انځور شوی دی. « شاوخوا دوه کاله مخکې وروسته له تحولاتو، پر ما یې ډېره اغېزه کړې وه؛ زما په روح او روان یې اغېز وکړ او زه د یوه مصروفیت په لټه کې وم او په دې ورځو کې لیکنه زما یوازینۍ ملګرې وه. ورو ورو مې په ټولګیو کې ګډون وکړ او دورې مې بشپړې کړې او دا لیکنې مې په یوه ټولګه کې را ټولې شوې او د یوه استاد له لوري مې په نشریه کې د خپرېدو لپاره ولېږل شوې. کتاب د (خواب او خیال) به نامه دی؛ په افغانستان کې د ښځو د ژوند داستان.»
ښځو نه یوازې په پورته یادو برخو کې خپله وړتیا ښودلې؛ بلکه په تیرو دوو کلونو کې یې د ګنډلو او لاسي صنایعو په مسلک کې هم ډیر کارونه کړي دي. د کابل يوه بله اوسېدونکې ليزا چې د جمهوريت له ړنګېدو وروسته خپلې دندې ته له تګ څخه منع شوه، وايي چې له بدلون سره یې خپل ژوند برباد لیده، خو د کار کولو او فعال والي انګیزې هغه دې ته پرې نه ښوده چې په ارامه کېښني او د څو ماشینونو په اخیستلو او د څو ښځو په راټولولو سره، جامې ګنډي.
لیزا زیاتوي: « زه د شمس خیاطۍ کارګاه یوه له مشرانو یم او زمونږ په کارګاه کې د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارونه کیږي او دلته تر ۵۰ زیاتې مېرمنې کار کوي. او هغه څه مې چې د کارکولو لامل شو، دا وو چې د اسلامي امارت له راتلو وروسته بېکاره شوم؛ له بېکارۍ رنځېدم خپله مې خیاطي کمه زده ده؛ دا کار مې له کوره پیل کړ؛ څو پایې ماشینونه مې چې لرل؛ مینهوال زیاد شو او په خپله سیمه کې مې یوه کارګاه جوړه کړه او زمونږ عواید زمونږ په کار پورې دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي چې واړه سوداګریز کارونه، ډېر ارزښت لري او حکومت باید ښځو ته د کار تر ټولو ښې موکې برابرې کړي. اقتصادي کارپوه قیس محمدي سلاموطندار ته وویل چې په وروستیو څو کلونو کې ښځو ته د اقتصادي فعالیتونو ښې موکې نه دي برابرې شوي؛ خو بیا هم، دوی هڅه کړې چې په خپلو پښو ودرېږي او ددې فعالیتونو پراخېدل، کولای شي د افغانستان د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي.
هغه زیاتوي: «کله چې مېرمنې جرئت کوي چې انلاین او په حضوري ډول کار وکړي، دا قوي اراده لري؛ ځکه چې مېرمنې کرېدیت او پور ته لاسرسی نه لري او کوم محدودیتونه چې پر دوی وضعه شوي، مجبوره دي چې خپل کارونه یو ډول مخ ته یوسي او کومه سوداګري چې د مېرمنو له لوري کېږي، هغه د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد یوه برخه ده.
ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ځایناستي حکومت د کارګرو ښځو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د نندارتونونو په جوړولو یې دوی هڅه ولي چې کار وکړي. « هغه مېرمنې چې په کار او سوداګرۍ مصروفه دي، اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې هغو ته اسانتیاوې برابرې کړي دي؛ نندارتونونه یې جوړ کړي؛ هغوی یې هڅولي او بازار موندنه یې ورته کړې ده. غواړو چې هغوی په خپلو پښو ولاړې وي او سوداګري یې پرمختیا وکړي.»
په څه باندې دوه کلونو کې، په ټولنه کې د ښځو د حضور او فعالیت موکې تر ډېره له منځه تللې ده او له زده کړو او کار څخه پاتې ښځې او نجونه، هڅه کوي چې د لاسي صنایعو د کارګاه ګانو او هټیو په جوړولو سره، ټولنې ته بیا راووځي او د افغانستان په اقتصادي څرخ کې ونډه ولري.