د خوست امنیه قومنداني د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په یوه مکتب کې غوښتنه کړې چې د یاد ولایت پر رسنیو څار ډېر کړي.

د امنیې قومنداني له لوري په لېږل شوي مکتوب کې راډیویي خپرونو ته د ښځو او نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز لګول شوی دی. په دغه مکتوب کې له دې اقدام څخه موخه د اخلاقي فساد مخنیوی بلل شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې مکتوب په یوه برخه کې راغلي: «زموږ هېواد، افغانستان او په ځانګړې توګه خوست یو اسلامي، کلتوري او پښتني ټولنه ده، نو له همدې امله دا ډول ټیلیفوني اړیکې له یوې خوا اخلاقي فساد ته لاره هواروي او له بل‌خوا د اسلامي شریعت خلاف کار دی. نو د ملت، سیمې او کلي د عزت او کرامت د ساتلو په خاطر لازمه ده چې په هر ډول پروګرامونو کې له نجونو سره له تماس څخه ډډه وشي.»

خوست کې راډيويي خپرونو سره د ښځو او نجونو د اړیکو پر نیولو بندیز، هېواد کې د خبريالانو او د رسنیزو فعالانو ترمنځ راپارولي.

یوشمېر خبریالان په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري پر رسنیزو فعالیتونو د محدودیتونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دې مسلې دوی د رسنیزو فعالیتونو د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي.

خبریاله ګیتا رشید‌زاده وايي: «د دې محدودیتونو دوام د ټولو اندېښنې په ځانګړې توګه رسنیو کې زموږ ښځینه فعالانو اندېښنې ډېرې کړي. دا چاره به د ښځو د منزوي کېدو لامل شي او رواني او روحي ستونزو به اخته شي.»

وموغوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولانو نظر هم واخلو؛ خو د دغه وزارت مسوولانو له خبرو کولو ډډه وکړه.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ډاډ ورکوي چې دا موضوع به وڅیړي او حل به یې کړي. «دا ستونزې چې دا تاسو وویل، موږ یې په اړه څېړنې پیل کړي او دا موضوع تر ارزونې لاندې ده، همدا اوس. ډاډ ورکو چې د بیان ازادي د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې مختل نه‌شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تېره اوونۍ د کندهار والي د دغه ولايت ټولو دولتي ادارو او بنسټونو ته د یوه رسمي مکتوب په لیږلو سره ویلي، هر ډول رسمي او غير رسمي غونډو کې دې د عکسونو او ويډيو له اخیستلو ډډه وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام