کابل کې یوشمېر ښځو د ځان او نورو لپاره کارموندنې ته مخه کړې

افغان ښځې سره له دې چې له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي، خو بیا هم نه‌دي ماتې شوي او هڅه کوي چې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي. که څه هم افغان ښځې اوس خپلو ډېرو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه لري، زده‌کړو او کار ته نه پرېښودل کېږي، خو یوشمېر هغو یې په ټولنه کې د خپل فعالیت د دوام په موخه ځان ته بېلابېلې بوختیاوې پیدا کړې دي.