Asset 1SWN

د لوګر اوسېدونکي: روغتونونو کې دې د ښځينه قابلو شمېر زیات شي

حګخحګخع

د لوګر یوې اوسېدونکي ښایستې سلام‌وطندار ته وویل چې د پخوا په پرتله د دې ولایت مرکز پل‌علم او لرو پرتو سیمو کې د ښځینه قابلو فعالیت پراخ شوی چې ورسره د مور او ماشوم د مړینې کچه هم د پام وړ راښکته شوې.

نوموړې د لوګر  له عامې روغتیا ریاست او اړوندو نړیوالو بنسټونو غوښتنه وکړه، څو په مرکز او ولسوالیو کې ښځينه ناروغانو ته د غوره رسېدنې په موخه په روغتیايي مراکزو کې د ښځينه قابلو شمېر نور هم لوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «د ښځينه ډاکټرانو فعالیت له امله د ښځینه ناروغانو ستونزې راکمې شوي دي، په ځانګړې توګه د مور او ماشوم برخه کې د مړېنې کچه یې نیږدې صفر راټېټه شوې ده اوس مهال په ډيری سیمو کې میرمنې ښځينه ناروغانو ته لاس رسی لري خو دغه لاس رسی محدود دی او باید په لرو پرتو سیمو او روغتیايي مرکزونو کې د ښځينه قابلو شمیر لوړ شي.»

د دغه ولایت یوه بله اوسېدونکې صدف صالح  وايي چې د مرکز تر څنګ اړتیا ده، څو د ولسوالیو او کلیو په کلیینکونو کې هم د قابلو اړتیا جدي ونیول شي او اړوند وزارت ورته لازمه پاملرنه وکړي.

د دې په خبره، کومو روغتیايي مرکزونو کې چې ښځینه قابلې شته، د ښځینه ناروغانو ستونزې ورسره حل شوي یا ‌ډېرې راکمې شوي دي.

نوموړي وویل: «د ښځينه ډاکټرانو په ځانګړې توګه د قابلو فعالیت په یوه ټولنه کې خورا زیات مهم ده، قابله، ښځينه ډاکټره، ښځينه متخصصه د یوې ټولنې اساس جوړه وي، د ټولنې ۵۰ سلنه وګړي میرمنې دې او د افغانستان میرمنې د کلتوري محدویت له امله نارینه ډاکټر ته مراجعه  نه کوي او په ښځينه ډاکټرانو ډېر باور لري او ورته مراجعه کوي.»

هم‌مهاله ښځینه قابلې هم تاییدوي چې اوس ډېر خلک ورته مراجعه کوي خو په یوشمېر برخو کې ورته د پاملرنې غوښتنې هم لري.

په محمداغې ولسوالي کې یوې ښځينه قابلې سیده هاشمي سلام وطندار ته وايي، د پخوا په پرتله په ښځينه قابلو د خلکو او ناروغانو اعتماد لوړ شوی او په ټولو دولتي روغتونونو او کلینکونو کې ښځينه قابلې کار کوي.

هاشمي زیاته کړه، اوس مهال په دغه ولایت کې ښځينه قابلې د کار زیاتوالي او کمې تنخوا برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي چې په کار ده اړوند وزارت ورته اسانتیاوې زیاتې او امتیازات لوړ کړي.

نوموړې وویل: «ښځينه ډاکټره یا قابله دوهمه مور ده، یعنې هم مور ته د ناروغۍ پر مهال ژغورنه ورکوي او هم ماشوم ته، په لرو پرتو ولسوالیو کې ښځېنه قابلې کمې دي او عام خلک په ځانګړې توګه ناروغان باید قابلو سره د فعالیت پر مهال همکاري وکړي، ځکه چې ښځينه ډاکټرې یا قابلې خپل کور او ماشومان پرېښې وي او د خلکو د خدمت لپاره روغتون کې دنده ترسره کوي.»

په همدې حال کې د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، دا مهال د ټول ولایت په کچه له سلو زیاتې ښځینه قابلې له دوي سره په کار بوختې دي خو هڅه کوي د خلکو غوښتنو ته په پام یې شمېر زیات کړي.

د عامې روغتیا رییس حافظ سیدالرحمن قادري سلام وطندار ته وویل، له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ کوښښ کوي په لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې د ښځينه قابلو شمیر لوړ کړي.

هغه وویل: «لوګر عامې روغتیا ریاست اړوند په روغتونو او روغتیايي مراکرزو کې شاوخوا ۱۱۰ ښځينه قابلې فعالیت لري، د قابلو فعالیت خورا اغیزمن دی په ځانګړې توګه د مور او ماشوم لپاره او دغه راز د دوي د فعالیت له امله د مور او ماشوم د مړېنې کچه هم راټېټه شوې ده، دغه قابلې په لرو پرتو ولسوالیو کې ناروغانو ته د خدمت لپاره بسنه نه کوي، مونږ عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ غواړو چې دغه شمیر نور هم لوړ کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ددې تر څنګ چې د لوګر اوسېدونکي په روغتیايي مرکزونو کې د قابلو د شمېر له زیاتیدو څخه غوښتنه کوي، په عین حال کې په کلینیکونو او روغتونونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو کمبود هم یوه بله جدي ستونزه بولي چې ورته د پاملرنې هیلې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام