محمد ناصر نوري د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار کې د یوه مېلمستون خاوند دی او وايي، میلیونونه افغانۍ یې لګولي، څو دغه مېلمستون جوړ کړي او له دې لارې ګټه ترلاسه کړي. خو په وینا یې، څه باندې ۳ میاشتې کیږي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د کورونا ویرووس خپرېدو په دلیل هېڅ عاید نه‌لري او ډېر زیامن شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې پخوان به یې یوې میاشت کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ عاید درلود چې اوس یې درامد ۱۰۰۰ افغانیو ته هم  نه رسېږي. هغه وايي چې په ډېره ستونزه پیسې پیدا کوي او کارو بار یې خراب شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د محمد ناصر ترڅنګ بادغیس کې د کوربه‌توب تالارونو او مېلمستونونو یو‌شمېر نور مسوولان وايي، دوی هم هېواد کې تر سیاسي بدلونونو راتلو وروسته مناسب کاروبار نه لري او بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

قلعه‌نو ښار کې د کوربه‌توب د یوه تالار خاوند غلام فاروق سلام‌وطندار ته وویل: «قلعه‌نو کې تالارونو څخه خلک دومره استفاده نه کوي، ځکه چې زمونږ د ولایت خلک بېوزله دي، ځينې یې که محفلونه هم نیسي، عاید يې ښه نه دی. پخوا ښه وو میاشت کې به مو شاوخوا لس زره افغانۍ ګټه کوله، خو اوس دې وروستي یوه کال راهیسې عاید نه لرو، کوم کاریګر چې لرو هغه هم بېکاره دي.»

په ورته مهال د قلعه‌نو ښار د مېلمستونونو او تالارونو خاوندان د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د هغوی ستونزو ته پام وکړي او د هواري لپاره یې هڅې وکړي.

د بادغیس قلعه‌نو ښاروال نظرمحمد په دې اړه وايي، هغوی د اسلامي شریعت په مطابق هڅه کوي چې له سیاسي او اقتصادي ننګونو وروسته، د ټولو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

نوموړی همداراز زیاتوي، که څه هم هېواد په اقتصادي ستونزو کې راګېر دی، خو هیله‌مندي ښايي چې دغه ستونزې به په راتلونکي کې هوارې شي او خلک به په عادي توګه خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بادغیس کې د تالارونو او هوټلونو د خاوندانو څرګندونو په اساس، د هغوی د فعالیتونو په محدودېدو سره هم‌مهاله، دغه ولایت کې ګڼ شمېر ځوانان بېکاره شوي او ناسمو شرایطو کې ژوند کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام