بهرنيان طالبانو ته د بېپيلوټه الوتکو د کارولو زدهکړې ورکوي
د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو ځواکونو حضور نوې خبره نه ده بلکې له دې وړاندې هم په دې اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو اوس د فارياب ولايت مسوولان وايي چې بهرنيان طالبانو ته د بېپيلوټه الوتکو د کارونې زدهکړې ورکوي.
د فارياب والي نقیبالله فایق وايي، طالبانو خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال د بېپيلوټه الوتکو په مرسته د امنيتي ځواکونو ځايونه تشخيصوي. د فایق په وینا، بهرني اتباع طالبانو ته د داعشيانو انګېزې سره د بېپيلوټه الوتکو د کارونې زدهکړې ورکوي.