هرات کې د طالبانو له یوې قرارګاه د ایراني نظامي تجهیزاتو کشف

په هرات کې محلي سرچینې په یاد ولایت کې د طالبانو له يوه مرکزه د ایراني نظامي تجهیزاتو او د ياد هېواد د سپاه پاسدارانو نظامي جامې کشف کړي دي.

دغو سرچینو چې نه یې غوښتل راپور کې يې نوم خپور شي سلام‌وطندار ته وويل، دغه تجهيزات او د سپاه پاسداران نظامي جامې د ادرسکن ولسوالۍ اړوند «موسی خېلو» سيمه کې د طالبانو د يوه قومندان «ملاتورجان» په قرارګاه کې د امنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې کشف شوي.