روزګان کې د ښاروالي کارکوونکو اعتراض کړی
د روزګان د ترینکوټ ښاروالي لسګونه کارکوونکو نن ترینکوټ ښار کې د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت له امله اعتراض وکړ او له اړوند ادارو او موسسو یې غوښتنه وکړه چې مرستې ورسره وکړي. اعتراض کوونکي وايي، د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ معاش لري چې د توکو لوړو بیو ته په پام یې د ژوند اړتیاوې پرې نهشي پوره کولای. یوشمېر نور اعتراض کوونکي هم وايي چې ټوله ورځ د ښار پر پاکولو بوخت وي او نور کار-روزګار نهشي کولای.