د ځوانانو چارو معین: له ۴.۵ میلیونه لوستو ځوانانو څخه ۳.۵ میلیونه یې وزګاره دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین وايي چې هېواد کې دا مهال د ۴،۵ میلیونه لوستو ځوانانو له ډلې څخه ۳،۵ میلیونه یې دندې نه‌لري او وزګاره دي.

د ځوانانو چارو معین محمدیونس راشد دغه څرګندونې نن سه‌شنبه د سلواغې ۲۵مه هلمند ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته کړې دي.