Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: ګڼ‌شمېر افغانانو ته ژوند له زغمه وتلی

Faqr-2-pjyzu6896nxitv7fiw97qsqfxe8rqw0pxp0j5a8mtk

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې ګڼ‌شمېر افغانانو په ځانګړې توګه ښځو ته ژوند لا هم د زغملو نه دی.

دغه بنسټ نن (چهارشنبه، لړم څلورمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پانګونې رامنځته کولو پروګرام له لارې یې څه باندې لس میلیونه ښځو سره مرسته کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي د ژوندي پاتې‌کېدو لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې ورځ تر بلې بې‌وزلي او لوږه په زیاتېدو ده. دا مهال ۹۷سلنه افغانان د بې‌ولۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د مرستندویه بنسټونو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، که د ژمي په رارسېدو سره افغانستان کې اړمنو کسانو ته مرستې برابرې نه‌شي، ګڼ‌‌شمېر افغانان به د لوږې له امله له احتمالي مړینې سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام