افغانستان نړیوالې ټولنې ته: طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسئ

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغان حکومت له پاکستان او خپلو نړیوالو شریکانو غواړي چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په پرخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یې د سولې بهیر پر وړاندې ځینې ننګونې هم را ولاړې کړې دي.

افغانستان؛ هغه هېواد چې ۱۰ ميليونه وګړي يې بې‌دندو دي

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، افغانستان کې ۱۶ میلیونه کسان د کار کولو پر شرایطو برابر دي؛ خو د کورونا ویروس خپرېدل او ناامني د دې لامل شوې چې یوازې ۶ میلیونه  وګړي کار وکړي او ۱۰ میلیون نور بې‌دندو وي.

د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي نن  په کابل کې «ملت ته د دولت حساب ورکړې» په برنامه کې وویل، کورونا ویروس  د هېواد پر اقتصادي ودې منفي اغېزه کړې.

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې ۷۷ مثبتې پېښې او د ۸ کسانو مړينه

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۸ کسان مړه کړي او ۷۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۵۹۳ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۵۵ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۵ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر چاودنې يو کس وواژه او دوه ټپيان کړل

د افغانستان بانک وايي،  نن یکشنبه ۱۳۹۹ کال د سلواغې د میاشتې پر پنځمه د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون د رییس پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې يو ساتونکی وژل شوی دی.

له ياد بانکه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون رییس عبدالله دوراني او يو بل کس ټپي شوی هم دی.