Asset 1SWN

د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر چاودنې يو کس وواژه او دوه ټپيان کړل

141560799_3222156394677263_1767803722384764699_o

د افغانستان بانک وايي،  نن یکشنبه ۱۳۹۹ کال د سلواغې د میاشتې پر پنځمه د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون د رییس پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې يو ساتونکی وژل شوی دی.

له ياد بانکه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون رییس عبدالله دوراني او يو بل کس ټپي شوی هم دی.

دغه چاودنه نن سهار ۸:۱۵ بجې د کابل ښار د اتمې حوزې د شاه‌شهيد سيمې درېيم سړک کې شوې ده.

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز ويلي و، دغه چاودنه پر یوه لنډکروزر ډوله موټر شوې او د پېښې له ځايه درې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال عقرب مياشتې په اوولسمه نېټه د ياد بانک د کارکوونکيو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه چې له کبله يې د ياد بانک د عامه اړيکو سلاکار يماسياووش او دوه نور همکاران ووژل شول.

د يادې چاودنې مسووليت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی او حکومت هم تر اوسه پورې په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام