ايراني چارواکيو سره د طالبانو ليدل؛ «امريکا ښه منځکړې نه ده»

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعیم وايي، د طالبانو سیاسي مرستيال او دوحه کې د سياسي دفتر رييس ملاعبدالغني برادر او ورسره پلاوي يې تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي دي.

محمد نعيم نن وروسته له غرمې په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د حالاتو او بين الافغاني مذاکراتو په اړه، د دوحې د هوکړې په پوره عملي کېدو او افغانستان او سیمې ته د امن او سولې پر اړتيا هم بحثونه وشول.