شنونکي: پاکستان د افغانستان په قضیه کې خپلې ګټې لټوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په لاهور کې یوه څېړنیز بنسټ ته د وینا پرمهال ویلي چې لوېدیځو رسنیو د افغانستان په قضیه کې په تېرو ۱۵کلونو کې د پاکستان د بدنامۍ هڅې کړې. نوموړي پر دغو رسنیو د دوه مخې لوبې مخته وړلو تور پورې کړ او په وینا یې، د پاکستان شهرت ته یې زیان رسولی دی.

د جرمونو نړیواله محکمه او ملګري ملتونه د یما سیاووش د وژنې قضیه څېړي

د هاګ نړیواله محکمه او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو او د بیان ازادۍ رپوټر د افغانستان بانک او د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون د پخواني کارکوونکي یما سیاووش د وژنې قضیه څېړي. یما سیاووش د افغانستان بانک پخوانی کارکوونکی و چې تیرکال د یوه نښلونکي ماین چاودنې له امله چې د نوموړي په موټر کې ځای پر ځای کړای شوی و، ووژل شو.