Asset 1SWN

کابل کې د جاپان سفیر له امیرخان متقي سره کتلي

20230209_020230-q1w9ievrr63vrqxfcxz3jx5560j46fysh6l0kczf60

د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بلخي  لیکلي چې دغه ناسته کې دواړو لوریو د سیاسي مسایلو ترڅنګ د بشردوستانه همکاریو او د افغانستان او سیمې د روان وضعیت په اړه خبرې او بحث کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې دې کتنه کې ټينګار شوی، څو د مثبتو ګامونو په اخیستلو سره د افغانستان او نړۍ ترمنځ تعامل رامنځته شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

جاپان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د افغانستان اوسني حکومت سره نږدې اړیکې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام