د ایران «مشرق‌نیوز» ویب‌سایټ د روانې اوونۍ د تېرې یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی چې د جوزجان ولایت پخوانی والي محمدهاشم رییس ایران کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري «اوکراین ته د سرتېرو په توګه د افغان کډ‌والو د لېږلو» په تور نیول شوی دی.

محمد هاشم رییس د جوزجان ولایت پخوانی والي او د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند لوړپوړی غړی او د دغه ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته نږدې کس دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې په جنبش ګوند کې یو‌شمېر سرچینو رسنیو سره په خبرو کې منلې چې محمدهاشم رییس درې اوونې وړاندې په ایران کې نیول شوی؛ خو سرچینې پر نوموړي اوکراین ته د سرتیرو د جلب او جذب تورونه بې‌بنسټه بللي دي.

دغې سرچینې زیاته کړې چې رییس ایران ته د جنبش ګوند په استازیتوب تللی و، څو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، ایران ته د دغه ګوند د تللو غړیو ستونزې حل کړي.

مشرق‌‌نیوز په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا یو‌شمېر رسنیو راپور ورکړی چې هاشم رییس قصد درلود چې ایران کې له مېشتو افغان کډوالو څخه پوځي واحد جوړ کړي او د پیسو او د اوکراین د تابعیت په بدل کې هغه د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره اوکراین ته واستوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام