Asset 1SWN

لغمان کې د شري ناروغي ډېروالي خلک اندېښمن کړي

سرخکان در پروان

د لغمان اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر شري ناروغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

دوی پر یادې ناروغي د خپلو ماشومانو د اخته‌کېدو لامل د ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي او روغتیايي خدمتونو ته په سمه توګه نه لاسرسی بولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لغمان مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی حمیدالله وايي، وراره یې ناروغ و، خو نه پوهېدل چې پر شري ناروغي به اخته وي. نوموړی زیاتوي چې دې ته په ورته ناروغۍ ګڼ‌شمېر نور ماشومان هم اخته شوي، خو ډېری خلک یې د ناروغۍ په ډول او د درملنې په اړوند لارو چارو نه پوهېږي.

هغه وویل: «زما د وراره په ملا او لاسونو ډېرې سرې دانې راوختې، شدیده تبه یې کوله، کله مو چې روغتون ته راوست، ویل یې شری دی، ډاکټرانو ویل، ده باید زیاته پاملرنه وشي، اوس د پخوا په پرتله زیات ښه شوی.»

په ورته وخت کې د قرغیو ولسوالي یو بل اوسېدونکی نورمحمد هم وايي، ۱۱کلنه لور یې پر شري ناروغي اخته شوې ده. د نوموړي په وینا، نه پوهېده چې لور یې پر څه ډول ناروغي اخته شوې، خو له معایناتو وروسته معلومه شوه چې د شري ناروغي لري.

هغه وویل: «زما لور ناروغه وه، کله مو چې روغتون ته راوړه، نو شری یې و، اوس ښه شوې او په راتلونکو درې ورځو کې رخصتیږو، ډاکټرانو د ماشومې نظافت ته پر پاملرنه او ماشوم او د هغې مور ته د ښو خوړو پر ورکړه ټینګار کاوه.»

بل‌خوا روغتیاپالان د شري ناروغي یوه ویروسي ناروغي بولي چې په پرې اخته ماشومانو ته سخت ټوخی، سترګو کې له حده ډير لوندوالی او تبې پیدا کېږي چې له دوو څخه تر شپږو ورځو دوام کوي

د لغمان په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د څانګې مسوول او د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر ضیالدین حلیمي وايي، پر شري اخته ناروغان باید ژرترژره روغتون ته بوځي او درملنه یې وکړي.

نوموړي وویل: «د شري ناروغي پرمهال باید ماشوم ته ډېر ښه خوراک، پروټینونه او معاینات ورکړل شي، که پر دې ناروغۍ اخته ماشومان  پر وخت ډاکټر ته یوړل شي، نو په اسانه یې مخنیوی کېږي، خو که له خپل وخت تېر شو، نو بیا یې درمنله سخته ده.»

په ورته مهال د لغمان د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم دغه ولایت کې د شري ناروغي ډېروالی تاییدوي، خو په وینا یې، هڅه کوي چې د پراخېدو مخه یې ونیسي.

د لغمان د عامې روغتیا رییس پاینده‌محمد سهاک وویل: «موږ په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۲۴ کسان داخله بستر تداواي کړي، ۱۷۰ تنه مو سراپا ناروغان تداوي کړي، دوه تنه وفات شوي او یو تن مو د ننګرهار روغتون ته لېږلی دی، د حمل په میاشت کې زموږ د بستر ناروغانو لوړه کچه موجودوه وه او په ثور میاشت کې مو بیا سراپا ناروغان زیات لرل، له خپل ټیم سره هڅه کوو، په وخت یې مخه ونیسو»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې نه یوازې لغمان، په ختیځ کې هم د شري پر ناروغي د اخته ماشومان شمېر زیات شوی چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام