له افغانانو سره د مرستو کموالي په اړه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له اړمنو افغان کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۱۱ میلیونه ډالره بیړنۍ بودیجې ته اړتیا لري. دوی خبرداری ورکوي، که دا پیسې یې په واک کې ور نه‌کړل شي، په افغانستان کې به یې له اړمنو سره مرستې را کمې شي.

د سرپل اوسېدونکي: حکومت دې د کانونو له عوایدو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي

د سرپل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته دې کاري فرصتونه رامنځته او بهر ته د ځوانانو د تلو مخه دې ونیول شي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم دغه ولایت کې په سلګونه ټُنه نفت او د ډبرو سکاره تولیدېږي، خو په وینا یې، عواید یې د دې ولایت پراختیايي پروژو کې نه لګول کېږي او ځوانان یې وزګاره دي.

لغمان کې د شري ناروغي ډېروالي خلک اندېښمن کړي

د لغمان اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر شري ناورغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

دوی پر یادې ناروغۍ د خپلو ماشومانو د اخته‌کېدو لامل د ناروغیو په اړه عامه پوهاوي او روغتیايي خدمتونو ته په سمه توګه نه لاسرسی بولي.