Asset 1SWN

افغانستان کې د سرطان ناروغي زیاتېدل؛ د روان کال تر نیمايي د ۳۲۰۰۰ کسانو نوملیکنه شوې

سرطان-qjaye74fszfj5d1nsb70v5i4fqls0b1v5a0s904new

په افغانستان کې د سرطان ناروغي د تشخیص او درملنې مرکز مسوولان د سرطان له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د متخصصو کادرونو، جلا روغتونونو، درملو، تجهیزاتو او بسترونو له نشتوالي او مالي ستونزو سر ټکوي. د سرطان د مخنیوي ملي پروګرام رییس محمدالله رسولي منګل د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې ۳۲۰۰۰ کسانو چې پر سرطان ناروغي اخته وو، له دې ادارې سره نوملیکنه کړې ده.

نوموړی زیاتوي: «مناسبه ودانۍ نه لرو، د تشخیص مرکز د صدري روغتون په ودانۍ کې دی. مناسب ځای نشته، ناروغان مو زیات دي. دویم بسترونه کم او پر سرطان د اخته کسانو شمېر زیات دی. باور وکړئ چې ناروغان په ورځو ورځو د کیموتراپي برخه کې په تمه وي، مالي ستونزې دي، د امکاناتو برابرولو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا لرو، لازم درمل نشته. موږ د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه د ۱۴۰۲ تر نیمايي پورې د ۳۲ کسانو نوملیکنه کړې ده.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رسولي په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو سره د ناروغانو شمېر ډېرېږي او له ولایتونو څخه هم ډېری ناروغان د تشخیص او درملنې لپاره دغه روغتون ته ورځي.

بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیب‌الله اخوندزاده وايي، اوس افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د سرطان ناروغي له کبله د مړینې تر ټولو زیاتې پېښې په‌کې کېږي. نوموړی وايي:

«دا ناروغي د دې لپاره چې هېواد کې قیلون ډېر کارېږي، هوا ککړه ده، نسوار او نور نشه‌يي توکي کارېږي، برښنايي سګرټ ډېر کارېږي، پرمختللیو روغتیايي وسایلو او درملو ته لاسرسی نشته او د سرطان له کبله د مړینې کچه لوړه ده.»

په همدې حال کې د سرطان د کنټرول ملي ادارې د عمومي داخلې او انکولوژي څانګې متخصص ډاکټر داوود پکتین وايي، هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسانو پورې چې پر سرطان ناروغي اخته دي، دغه مرکز ته ورځي.

نوموړی زیاتوي: «زموږ د بستر برخه ټوله ډکه ده، ماشومان، ښځې او نارینه په‌کې دي. په دې برخه کې ۴۰ ناروغان بستر دي چې ۱۸ یې نارینه، ۱۸ ښځینه او څلور نور ماشومان دي.»

روغتیايي مسوولان نارینه‌وو کې د سږو او ښځو کې د سینې او رحم سرطان له تر ټولو عامو سرطانونو څخه بولي.

پر سرطان ناروغي یوشمېر اخته کسان بیا په خپلو سیمو کې د درملنې مرکزونو د نه موجودیت په اړه شکایت کوي او وايي، همدا لامل دی چې پر وخت یې تشخیص نه‌شي کولای. سهراب‌علي چې د سږو او فوزیه چې د خېټې پر سرطان اخته دي، وايي:

«اته میاشتې کېږي چې ناروغ یم، له بغلان څخه دلته راغلی یم. دلته د خپلوانو کور ته راغلی یم، هلته روغتون نشته، درمل نشته، ډوډۍ نه‌شوو خوړلی، بې‌وزله سړی یم، پیسې نه لرم، د کور سرپرست را پر غاړه ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

«لومړی هېڅ پوه نه شوم، لږ د ښځینه‌وو ناروغي مې لرله. هر چا ته ورغلم، درمل مې واخیستل، ګټه یې ونه کړه. ډاکټرانو به ویل چې ستونزه نه لرې، زموږ تر درملنې لاندې اوسه. بیا نهه میاشتې راغلم، پوه شوم چې سرطان یم. ډاکټرانو ویل چې پاکستان ته ولاړه شه، خو وسه یې نه لرم.»

د روغتیا نړیوال سازمان هم د سرطان نړیوالې ورځې په مناسبت یوه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې له هرو پنځو کسانو څخه یو یې پر سرطان ناروغي اخته کېږي. د دغه سازمان په وینا، د هرو ۱۲ ښځو له ډلې یوه یې پر سرطان او د هرو نهو کسانو له ډلې یو یې پر سرطان ناروغي د اخته کېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام