کابل کې د افغان ښځو یوه بنسټ له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغان ښځو یوه بنسټ نن د کابل په مرکزي سیلو کې له لسګونو بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. دا مرستې پر داسې کورنیو هم ووېشل شوې چې وايي، ډېرې شپې یې له خپلو بچیانو سره په وږي نس د خوب غېږې ته پناه وړې ده.
مینه‌ګل هغه مېرمن ده چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي یې پر ‌غاړه ده او ډېر کله یې بچیان په شپو-شپو نهار پاتې کېږي.

د پوهنتون د وروستي کال زده‌کړیالان له فراغت وروسته وزګارتیا ته اندېښمن دي

یوشمېر هغه زده‌کړیالان چې سږ کال فارغېږي وايي، تمه نه لري چې له فراغت وروسته به ځان ته کار ومومي. دوی له مسوولانو غواړي چې د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د کابل د يوه خصوصي پوهنتون زده‌کړیال محمداصف وايي، څو مياشتې وروسته به د لېسانس دوره بشپړه کړي، خو اندېښمن دی چې کار به ونه مومي او بې‌برخلیکه به پاتې شي.

کندهار کې وچکالي او د کبانو روزنې د فارمونو دودولو هڅې

وچکالۍ په کندهار کې د نورو زیانونو تر څنګ، د کبانو روزنې صنعت هم زیانمن کړی او په تېرو څو کلونو کې د ۵۴۸ فارمونو په تړل‌ کېدو سره د کبانو د روزنې فارمونو شمېر له ۱۷۰۰ څخه ۱۱۵۲ ته را ښکته شوی دی.
خو اوس د «DI – AVCI» په نوم يوې موسسې په کندهار کې د کبانو د روزنې فارمونو زیاتولو هڅې پیل کړې دي.

د اوبو پر سر د ا.ا او ایران ناندرۍ؛ دواړه لوري یې په اړه غونډه جوړوي

د ایران د ولسمشر مرستیال او د چاپېریال ساتنې سازمان رییس علي سلاجقه د هلمند سیند د حقابې په اړه د دغه هېواد او اسلامي امارت ترمنځ د خبرواترو په موخه د یوې غونډې جوړېدو خبر ورکوي.
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې علي سلاجقه پرون (د غبرګولي لومړۍ نېټه، د دوشنبې ورځ) ویلي چې د ایران ولسمشر دې موضوع ته پام اړولی دی.