Asset 1SWN

ا.ا د خېبرپښتونخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې وروستۍ ادعا رد کړه

8b7d09a1-3cea-459c-9ca7-64fb98f30e88

د ا.ا حکومت د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې هغه ادعا په کله رد کړې چې ګواکې دغه ایالت کې پر پوځيانو شوی ځانمرګی برید په افغانستان کې پلان شوی و.

د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د چاڼيزو عملیاتو پر مهال له ځانمرګي برید وروسته د دغه ایالت له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې ادعا کړې چې ځانمرګی بریدګر د افغانستان اوسیدونکی و او برید دغه هېواد کې پلان شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د اسلامي امارت د ویاند مرسیتال بلال کریمي سلام‌وطندار ته د خېبرپښتونخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې ادعا رد کړه  او زیاته یې کړه چې افغانستان اوس د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او چا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت دریځ روښانه دی او هغه ډول چې خپل هېواد کې د امنیت، سولې او ثبات غوښتونکی دی، په کاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې هم امنیت او سوله غواړي. خو داخلي مسایل د هماغه هېواد اړوند مسایل دي چې موږ نه غواړو لاسوهنه په‌کې وکړو. په ټوله کې د افغانستان په اړه د ټولو هېوادونو اندېښنو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې ګواښ نشته او د شویو ادعاو په اړه شواهد او اسنادو نشته.»

په ورته وخت کې د ملي امنیتي مسایلو څیړونکی شمشاد عزیز کاظمي وايي، د پاکستان دغه ډول ادعاوې پراسلامي امارت د فشار راوړلو په معنی ده او په وینا یې، دغه هېواد له دې لارې غواړي اسلامي امارت اړ کړي، څو له پاکستان سره د ترهګرو په ځپلو کې همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته سیمه په ځانګړې توګه پاکستان کې وسله‌والې ډلې پیاوړې کړې دي.

نوموړي وویل: «د اسلام‌اباد پر وړاندې د پاکستاني طا لبانو تکتیکونه د اسلامي امارت له هغو سره سمون خوري چې د کابل پر وړاندې به یې کارول. دوی هڅه کوي چې پر اسلامي امارت فشار راوړي، هغه ډلې چې پاکستان ته ګواښ دي، یا د خبرو مېز ته راولي یا یې ونیسي او بندیان یې کړي.»

بل لور ته بیا د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی محمود اظطرابي وايي، هغه وسله‌وال چې اوس پاکستان کې د دغه هېواد پر وړاندې پر جګړه بوخت دي، د پاکستاني حکومت پخواني ملګري او د دوی په لاس جوړې شوې ډلې دي.

هغه وویل: «پاکستان دننه دښمنان لري چې تر پرونه د دوی ملګري وو. بلوڅان وینئ چې د خپلواکۍ غوښتونکي دي او بل لور ته ټي‌ټي‌پي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړې کېږي. که دا وضعیت روان وي، د پاکستان وېش حتمي دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان د خونړیو وسله‌والو بریدونو شاهد او حکومت یې هم د ملامتۍ ګوته اسلامي امارت ته نیسۍ، هغه څه چې اسلامي امارت په ځلونو د دوی دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام