د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو ویلي، که د افغانستان د بانکي نظام لازم ملاتړ ونه شي، په راتلونکو میاشتو کې به وپاشل شي. رویټرز خبري اژانس د دغه سازمان د چارواکو له قوله لیکلي چې د افغانستان بانکي نظام د سقوط کېدو له ګواښ سره مخ دی او باید په دې برخه کې بیړني اقدامات وشي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی چې په‌کې د افغانستان د بانکي نظام د پاشل کېدو خبرداری ورکړل شوی دی. په دغه راپور کې غوښتنه شوې چې باید د افغانستان د بانکونو ملاتړ وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راپور زیاته کړې چې د افغانستان د بانکي نظام پاشل کېدل بدې پایلې لري او د افغانانو پر ژوند به ژور اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام راپور کاږي چې: «د افغانستان د مالي او بانکي ورکړې نظام پاشل شوی دی. بانکي ستونزې باید ژر حل شي، څو د افغانستان د تولید ظرفیت ښه شي او د بانکي نظام د پاشل کېدو مخنیوی وشي.»

که څه هم د افغانستان بانکي نظام مخکې هم له ستونزو سره مخ و، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته چې د افغانانو په میلیارډونو افغانۍ په بهر کې بندې شوې، دا ستونزې لا ډېرې شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان او نور مرستندویه بنسټونه د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دي او هڅه کوي چې هغه پیدا او افغانستان ته یې راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک هېواد کې د وروستیو بدلونونو له کبله خپلې پیسې له بانکونو وباسي او نه غواړي چې بازار ته یې وړاندې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام