د بادغیس اړوند د مقُر، قادس او جوند ولسوالیو اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز ته د غځېدلو سړکونو له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې پر یادو لویو لارو د سفر پرمهال له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ دي.
دوی سلاموطندار ته وايي چې له کلونو راهیسې د یادو سړکونو بیارغونې او پخولو ته د چارواکو لهخوا هېڅ پام نهدی شوی او په ډېرو مواردو کې د لارو په اوږدو کې بېړني ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د قادس ولسوالي يوه اوسېدونکي نظرمحمد وويل: «سړکونه خامه دي، دښتې ډېرې خطرناکې لارې لري، موږ په سختۍ سره پورته او ښکته کېږو. دوی د سړک په منځ کې مسافر ښکته کوي. ډېری ناروغان چې په بیړني وضعیت کې وي، ډاکټر ته له رسېدو وړاندې مړه کېږي. ډیری ناروغان غور ته لیږدوي.»
د قادس- قلعهنو د لویې لارې یو موټر چلوونکى عبدالله هم وايي چې د سړک د خرابوالي له امله دوی په ډېرو ستونزو او کړاونو سره د يوه ساعت واټن په درېيو ساعتونو کې وهي.
په همدې حال کې د بادغيس د فوايد عامې رياست مسوولان د دې ولایت د ولسوالیو د سړکونو خرابوالي مني او وايي، هڅه کوي هغه سړکونه ورغوي چې مسافرو او موټر چلوونکو ته د تګ راتګ پرمهال ستونزې جوړوي.
د بادغيس ولايت قادس، جوند او مقر ولسوالۍ د یاد ولايت له مرکز څخه له ١٥٠ تر ٢٥٠ کيلومتره واټن لري. د يادو ولسواليو اوسېدونکي هم وايي چې د دغو لارو د خرابوالي او لريوالي له امله، د لومړنیو خوراکي توکو بیې او د موټرو کرايه لوړه شوې ده.