Asset 1SWN

افغانستان کې د خبریالانو د خپلسره نیونې پېښو زیاتېدو څخه د بې‌پولې خبریالانو اندېښنه

د بېپولې خبریالانو نړیوال سازمان نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو خپلسري نیول زیات شوي.

 د خبرپاڼې پر بنسټ، د تېرې یوې میاشتې پرمهال په ټول افغانستان کې ۱۲ خبریالان نیول شوي او زنداني شوي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان خبرپاڼه کې ویل شوي، تراوسه د هېڅ خبریال دوسیه چې د بېلابېلو تورونو له امله نیول شوي، د رسنیو د سرغړونې کمېسیون له لورې نه‌ده ارزول شوې چې دغه اقدام د رسنیو د قانون خلاف دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خبریالانو د ملاتړ دغه نړیوال سازمان د خبریالانو خپلسري نیول غندلي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې له خبریالانو سره خپلې کړې ژمنې عملي او د رسنیو قانون ته درناوی وکړي.

 د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان خبرپاڼه کې ویلي: «اسلامي امارت د رسنیو د سرغړونو کمېسیون او معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون جوړ کړی او د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې هېڅ بنسټ اجازه نلري چې د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون له ارزونې او نظر پرته د دوسیو په اړه عدلي بنسټونو ته د هغې د لېږلو له پرېکړې مخکې خبریالان ونیسي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمان زیاته کړې، د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون جوړېدو تراوسه د خبریالانو په نیولو او بندي کولو کوم اغېز نه دی کړی.

د یادونې ده چې له دې مخکې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام