د ایران ولسمشر: افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ لار د ټولګډونه حکومت جوړول دي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي روسیې ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د رامنځته کېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. ابراهیم رییسي ویلي، افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ حل لار د ټولګډونه حکومت جوړول دي.