Asset 1SWN

تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیاتېږي

images-6-1-270x135

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي وايي چې د دغه وزارت د پلان له مخې، ټاکل شوې تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیات شي.

نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې کړې دي. هغه وايي، د ښځینه پولیسو د شمېر ډېروالي تر څنګ به هغه وکړي چې د هغوی د زده‌کړو او وړتیا کچه هم لوړه شي.

اندرابي زیاتوي، د هېواد د وګړو نیمايي برخه ښځې جوړوي؛ نو اړتیا ده چې د هغوی چارو ته د رسېدو او ورته د لازمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ښځینه پولیسو شمېر زیات شي.

د کورنیو چارو وزیر وايي، اوس شاوخوا ۴ زره ښځینه د پولیسو په لیکو کې دي. مسعود اندرابي وايي، سره له دې چې نړیواله ټولنه د پولیسو له لوري د قانون پر پلي کېدو ټینګار کوي، خو افغان پولیس لا هم د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو سره اوږه په اوږه د جګړې په ډګر کې دي او په وینا یې، د پولیسو ډېره وړتیا پر جګړه لګېږي.

د کورنیو چارو وزیر وايي، هڅه کوي چې د پولیسو رول د جګړې پر ځای، د قانون پر پلي کېدو متمرکز کړي. د نوموړي په وینا، په روان لمریز کال کې په ټول هېواد کې د پولیسو له ۶ زرو نه ډېرو پوستو شمېر ۱۱۳ مرکزونو او ۳ زره او ۷۰۰ پوستو ته را ټیټ شوی دی.

هغه زیاتوي، په تېرو شپږ میاشتو کې ۵ زره خدمتي پولیس چې د یوشمېر کسانو او بنسټونو پر ساتنې بوخت وو، را ټول او بېرته خپلو اصلي دندې ته ګرځېدلي او هغه مسوولیت یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ته سپارلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د سږ کال په وږي میاشت کې هم ویلي و چې «د پولیسو د راتلونکي ځواک سند» په نوم په یوه طرحه کې ویلي و چې په څلورو کلونو کې به د پولیسو دنده له جګړې بهر او د قانون پلي کېدو او د جرمونو پر وړاندې مبارزې ته را وګرځول شي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام