رویټرز خبري اژانس د بریټانیوي چارواکو له قوله لیکلي چې دغه هېواد به راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو د راټولولو په موخه د یوې غونډې کوربه وي. رویټرز ددغو چارواکو له قوله لیکلي، تمه ده چې په دې غونډه کې افغانستان ته ۴.۴ میلیارد پونډ راټول شي.

د برټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس ویلي، هېواد یې له افغان ولس سره د حیاتي مرستو د جلبولو په موخه خپل نړیوال متحدین راټولوي. هغې وویل: «بریټانیا هوډ لري چې د نړیوالو هڅو مشري وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې په دغو مرستو کې خواړه، سرپناه، روغتیایي خدمات شامل دي دغه راز، د ښځو او نجونو پر ساتنې او په سیمه کې له ثبات څخه پر ملاتړ به هم ټینګار وشي.

په همدې حال کې بریټانیوي رسنیو نن خبر ورکړی چې هېواد به یې له ملګرو ملتونو سره په ګډه له افغانستان سره د بشري مرستو د تمویل لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي. رسنیو راپور ورکړی چې په افغانستان کې فقر او لوږه مخ په ډېرېدو ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام