د افغانستان د روغتونونو بیارغونې لپاره پاکستان یوه روغتیايي ډله رالېږلې

د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د ملي روغتیايي خدمتونو د همغږۍ او مقرراتو وزارت افغانستان د بشردوستانه مرستو په توګه د روغتونونو د بیارغونې لپاره یوه روغتیايي ډله لېږلې ده. په رپوټ کې راغلي چې دغه موضوع د پاکستان د بهرنیو، کورنیو او روغتیا وزارتونو د استازیو د همغږۍ په ناسته کې شریکه شوې ده.