د ملګرو‌ملتونو راپور: افغانستان ښايي د نړیوال تروریزم پر مرکز بدل شي

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، افغانستان د القاعده شبکې لپاره پر یوه امن پټن‌ځای بدل شوی او په یاد هېواد کې په ازاده توګه فعالیت کوي چې په راتلونکې کلونو کې به له لرې لارې د بریدونو توان ولري. ګارډین د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو له لوري د معلوماتو پربنسټ د جوړ شوي راپور له قوله ویلي، د القاعده فعالیتونه به د افغانستان امنیت وګواښي.

ا.ا افغانستان کې د بهرنیو ډلو د فعالیت په اړه د ملګروملتونو راپور بې‌بنسټه وباله

د بهرنیو چارو وزارت په «افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت» په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې راپور بې‌بنسټه او درواغ بللی دی. د ملګروملتونو د امنیت شورا څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري.