Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان د روغتیا وزارت پخوانۍ وزیره سهیلا صدیق د ۷۰ کلونو په عمر مړه شوه

Sohila-ozcy3myxp2m28w6b5n4htkbb3673ysdm7oqvwub9mw

 

د افغانستان لومړنۍ جنراله او پخوانۍ د روغتیا وزیره سهیلا صدیق د پلازمېنې کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن د جمعې په ورځ مړه شوه.

سهیلا صدیق له نږدې شپږو کلونو راهیسې د الزایمر په ناروغۍ اخته او سردار محمد داود خان روغتون کې یې درملنه کېده.

د افغانستان روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د نوموړې مړینه د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او ويې ويل: « پخوانۍ د روغتیا وزیرې پوهاندې سهیلا صدیق د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره ریښتونی او مخلص کار وکړ او نن سهار سرادر محمد داود خان روغتون کې مړه شوه.»

ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې رييس عبدالله عبدالله هم د سهیلا صدیق په مړینه خواشیني ښودلې ده.

سهیلا صدیق نږدې څلوېښت کاله د روغتیا برخه کې کار کړی او د سردار محمد خان روغتون مشره او روغتیا وزیره پاتې شوې ده.

خواله رسنیو کې هم د سهیلا صدیق په مړینه خواشیني ښودل شوې او د نورو افغان مېرمنو لپاره بېلګه بلل شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام