پېښو ته د رسېدو وزارت سېلاب‌ځپلیو لپاره له نړیوالو بنسټو د مرستو غوښتنه کړې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو کابل کې د یوشمېر بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو له استازیو سره په لیدنه کې له یادو بنسټونو غوښتي چې هېواد کې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

افغانانو سره د بشري مرستو کمېدل؛ کارګران: مرستو ته مو اړتیا نوره هم ډېره شوې

خان‌ملا چې د کابل یوه څلورلارې کې یې د مزودورۍ پیدا کولو په موخه دېوال ته ډډه وهلې وايي، سهار وختي له کوره را وتلی چې کار ومومي، خو لا چا نه‌دی بیولی. هغه چې د کورنۍ سرپرستې یې پر غاړه ده وايي، تېرو دوو کلونو کې پنځه ځله ورسره مرسته شوې، خو اوس یې ورته اړتیا ډېره شوې ده.

پاکستان کې د کډوالو د نیولو بله څپه؛ افغان کډوال: نړیواله ټولنه دې زموږ غږ واوري

پاکستاني پولیسو له درېوو څو ورځو راهیسې د اسلام‌اباد او پنډۍ په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې ده. پولیسو په دغه کار سره د افغان کډوالو ارام اخیستی او خوبونه یې پرې تښتولي دي.
دوی د پولیسو موټرو له کولې نه د وېرې له کبله خپل کورونه پرېږدي او شپه پر سړکونو او پارکونو کې تېروي، خو ځینې یې بیا د پولیسو لاس ته ورځي.

پاکستان کې د افغان خبریالانو اعتراض؛ «نړیواله ټولنه دې زموږ برخلیک روښانه کړي»

په پاکستان کې سلګونو مېشتو افغان خبریالانو پرون ماښام دوی ته د نړیوالې ټولنې او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د نه پاملرنې په غبرګون کې اعتراض وکړ.
دغو خبریالانو نیوکه وکړه چې نړیوالې ټولنې له دوی سره پر کړیو ژمنو عمل نه‌دی کړی او له څه باندې یو کال راهیسې یې لا هم بې‌برخلیکه پريښي دي.