د مالیې وزارت ګوښه شوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په ارګ کې پر یوې ځانګړې کړۍ د نیوکې تر څنګ وویل، هر وخت چې د دې کړۍ ګټې زیانمنې شي، د ساتلو لپاره یې هر ډول توطیې ته لاس اچوي.

هغه وايي: «د ځانګړو کړیو ګټې چې ډېر کله پرې ولسمشر هم نه پرې خبرېږي، له ګواښ سره مخ شي، هر ډول توطیې جوړوي. که د هغوی د ګټو مخه ونیول شي، یوه ورځ دې هم نه پرېږدي. کومې پیسې چې خلکو ته له هر ځایه راځي، د ځانګړو کسانو په جیبونو کې دباندې وړل کېږي، عادي کسان دغه کار نه شي کولای.»

ارغندیوال په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ځانګړو کړیو له لوري ناسمو راپورونو ته په اشارې وايي، تر دې وړاندې هېڅکله مالیې وزارت ته د ارزونې لپاره پلاوی نه دی راغلی.

د نوموړي په وینا، د ده په مشري هېڅوک په ناقانونه ډول نه دي ګومارل شوي. هغه د ځان ګوښه کېدو لامل له ملت، ملي ګټو او ملي ژمنې دفاع یادوي.

عبدالهادي ارغندیوال چې د ولسي جرګې د تایید رایه یې هم اخیستې وه، د ولسمشر له لوري دوه ورځې وړاندې ګوښه او پر ځای یې محمدخالد پاینده د دغه وزارت سرپرست وټاکل شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په فرمان کې د نوموړي د ګوښه کېدو لامل د عوایدو په راټولولو کې ځنډ، په مالیې وزارت کې د ناقانونه ګومارنو په اړه د ارزونې په برخه کې نه همکاري او د هغې مخه نیول، کمزوری مدیریت، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا، په ورسپارل شوې دنده او مسوولیتونو کې د اساسي قانون د ۷۷مې مادې په پام کې نه نیول او د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمانونو او لارښوونو ته غاړه نه کېښودل یاد شوي دي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو د ارګ ویاند په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام