عمران خان: افغانستان سره سولې ته د رسېدو په لاره او اوربند برخه کې مرسته کوو

د پاکستان لومړی وزير عمران خان نن «پنجشنبه د لړم ۲۹مه» کابل ته راغی. نوموړي نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه ناسته کې وويل، کابل ته راغلی تر څو ډاډ ورکړي چې دولت يې افغانستان سره د سولې او اوربند برخه کې مرسته کوي.

د پاکستان لومړي وزير په خپلو  خبرو کې وويل، د دواړو لوريو نيمايي نفوس له ترهګرۍ سره په جګړو کې زيانمن شوی.

د پاکستان لومړی وزير او ورسره پلاوی يې کابل ته راورسېد

 د پاکستان لومړی وزير عمران خان نن مخکې له غرمې کابل ته راورسېد او ټاکل شوې له ولسمشر غني او يو شمېر نورو افغان چاوراکيو سره ليده کاته وکړي.

د عمران خان به په دې سفر کې له ولسمشر غني سره د افغان سولې پروسې، سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.