کندهار کې پر شیعه لمونځ کوونکو برید له غبرګونونو سره مخ شوی

پرون ماسپښین د کندهار ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د شیعه وګړو د «فاطمیه امام‌بارګاه» جومات کې پر لمونځ کوونکو درې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې شاوخوا ۶۲ کسان ووژل شول او څه باندې ۷۰ کسان ټپیان شول چې دغه برید له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

داعش په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر جومات د برید مسوولیت منلی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش ویلي چې په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر جومات مرګونی برید دې ډلې کړی دی. اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندهار په لومړۍ حوزه کې پر «امام‌بارګاه فاطمیه» جومات د مرګوني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

د افغانستان په اړه د مسکو ناسته؛ طالبانو پکې د ګډون چمتوالی ښودلی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره اماده دي او دغې ناستې ته یې ځانګړی پلاوی هم جوړ کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په دغه ناسته کې به د رییس‌الوزرا د دویم مرستیال په مشري یو پلاوی د دوی له لوري د مسکو په ناسته کې ګډ‌ون وکړي.