د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د امریکا کانګرېس د دغه هېواد دفاعي بودیجه تصویب کړي، خو د امریکا د استازیو جرګه به یوه داسې طرحه هم تایید کړي چې له مخې به یې، افغانستان سره د دغه هېواد د دفاع وزارت پر هر ډول مرستو بندیز ولګېږي.
دغه طرحه د امریکا د استازیو جرګې د یوشمېر غړو له هرکلي او د نورو له نیوکو سره مخ شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا د استازیو جرګې یوه غړي الهان عمر له یادې طرحې سره خپل مخالفت ښودلی او پر خپله ټوېټرپاڼه یې لیکلي: «افغانستان له یوه خطرناک بشري ناورین سره مخ دی. امریکا باید د مرستو رسولو په برخه کې اقدام وکړي، نه دا چې بېځایه بندیزونه ولګوي.»
په طرحه کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون نهشي کولای، افغانستان ته طبي تجهیزات، خوراکي توکي، د پیسو او نورو توکو تبادله او مرستې ولېږدوي.
په همدې حال کې د چارو د یوشمېر شنونکي په باور دغه بندیزونه واک ته د اسلامي امارت د رسېدو له امله د امریکا له لوري شوې ده.
د چارو دغه شنونکي د مرستو بندېدو او د امریکا نه ملاتړ ګواښوونکی بولي. د چارو شنونکي هاشمي پرواني سلاموطندار ته وویل چې د امریکا له لوري د هر ډول مرستو بندېدل به افغانستان کې وضعیت نور هم ترینګلی کړي.
نوموړي وویل: «که د اسلامي امارت د واکمنۍ له امله داسې بندیزونه دوام وکړي، افغانستان کې به بشري وضعیت خراب کړي او د خلکو پر اقتصاد به منفي اغېز وکړي او د بانکو او اقتصادي پاشلتیا لامل به شي.»
ومو غوښتل چې د امریکا د کانګرېس له لوري د یادې طرحې په اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته وویل چې په دې تړاو کافي معلومات نه لري.
د امریکا دفاعي بودیجه چې افغانستان سره د هرډول مرستو د بندېدو طرحه هم پهکې شامله ده، د استازیو جرګې له تصویب وروسته به د سنا جرګې ته واستول شي او له هغه وروسته به د ولسمشر په لاسلیک قانوني بڼه خپله کړي.