د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، د وروستیو ورښتونو له امله دغه ولایت کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د پکتیا د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رئیس مولوي نثار احمد نجات سلام‌وطندار ته وویل، د مرکز ګردېز په ګډون احمدابا، سیدکرم، زرمت، میرزکه، لجې منګل، جاني‌خېل، څمکني، احمدخېل او ډنډ پټان ولسوالیو کې سخت ورښتونه او سېلابونه راوتلي دي.

هغه ویلي، دې ورښتونو او سیلابونو کې تراوسه ۳ کسان وژل شوي او یوه میرمن ټپي شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي چې وژل شویو کسانو کې د یوه کس مړی موندل شوی او دوه نور نادرکه دي.

همدارنګه د پکتیا مرکز ګردېز ځایي خلکو بیا سلام‌وطندار ته وویل، د مرکز ګردېز «څپړۍ» او «خوست لین پله» سیمه کې دوه مړي موندل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال انجنیر عزیز احمد کریمي ویلي، د تېرو دوو ورځو پرلپسې ورښتونو او سېلابونو له امله په ګردېز، احمدابا، سیدکرم، میرزکه، زرمت، جاني‌خېل او لجه منګل ولسوالیو کې شاوخوا ۲۷۰۰ جریبه کرنیز فصلونه او ځمکې هم تخریب شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام