محمداشرف غني: افغانان دې له هر ډول تفرقې او اختلاف ځان وساتي

د افغانستان مخکيني ولسمشر محمداشرف غني د عاشورا ورځې په اړه يوه پيغام کې ويلي چې افغانان دې له هر ډول تفرقې او اختلاف څخه ځان وساتي.
نوموړي نن (د زمري پنځمه، د پنجشنبې ورځ) پر خپلې فېسبوک‌پاڼې ليکلي، افغانان دې له تفرقې لاس واخلي او د محرم نمانځنه دې پر يووالي او ورورولۍ بدله کړي.

کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې نن د عاشورا ورځ ولمانځل شوه

نن په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې شیعه‌‌ګانو له امنیتي ګواښونو سره-سره د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ولمانځله. د کابل په لوېدیځ حسینیه خاتم الانبیا کې د ا.ا د ځینو چارواکو ترڅنګ سلګونو کسانو هم د عاشورا مراسمو کې ګډون کړی وو.

پکتیا کې شیعه‌ګان: د عاشورا مراسمو لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي

د عاشور ورځې په رانږدې‌کېدو سره پکتیا کې شیعه‌ مذهبي د ا.ا له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د عاشورا ورځې د لمانځنې مراسمو لپاره دې ورته کلک امنیتي تدابیر ونیول شي. دوی د پکتیا له محلي مسوولانو غوښتنه کوي چې د یادو مراسمو د ښه تر سراوي لپاره دې امنیتي تدابیر زیات شي.