په کندهار کې یو‌شمېر سوداګر وايي چې د سپین بولدک له لارې پر سوداګریزو توکو د لوړې مالیې لګول او نورې ستونزې لامل شوي چې پر دغه لاره  د سوداګرۍ کچه تر ۵۰ سلنې راکمه شي.

د دوی په وینا، د سپین بولدک پر لویه لاره له سوداګرو څخه د ګمرکي مالیې تر څنګ په بېلابېلو پلمو پیسې اخیستل کېږي او د ټرانسپورټ ریاست له‌خوا باروړونکو موټرو ته نوبت جوړ شوی چې ټول موټرونه باید پر خپل وار سوداګریز مالونه ولېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سوداګر وايي چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو له‌خوا د سوداګرۍ په ډېرو برخو کې ورته محدويتونه لګول شوي چې له امله يې د سوداګرۍ چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.

کندهار کې د ګل‌محمد په نوم يو سوداګر د ورته ستونزو څخه سرټکوي او په خبره يې، اوس پر دغه لاره سوداګري، تر ډېره کچه ستونزمنه شوې ده. هغه وايي، پر ياده لاره ورته مالونه په لوړه بيې تمامېږي چې له امله يې دوی واردات کم کړي دي.

نوموړی همداراز زیاتوي چې د لسو سوېلي ولایتونو سوداګري کمه شوې؛ ځکه د سپین بولدک پر لویه لاره ستونزې د دې لامل شوي، څو سوداګریز توکي له نورو بندرونو څخه راولېږدول شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، پر ياده لاره د سوداګري په برخه کې  د رامنځ شویو ستونزو لامل پاکستان هېواد دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا سلام‌وطندار ته وویل چې د اسلامي امارت له راتګ سره د «TT» یا سوداګریزو پيسو پر لېږد کې ستونزې زیاتي شوي چې له امله يې پر سوداګرۍ اغېزې کړې دي.

د کندهار د ګمرک رییس هم وایي، د سپين بولدک پر لاره سوداګري کمه شوې؛ خو د سوداګرۍ په برخه کې د پرتو ستونزو ډېره پړه پر پاکستاني لوري ور اچوي.

د دغه ولایت د ګمرک رییس جارالله اغا وايي، که څه هم سوداګرو ته ډېرې ستونزې له پاکستاني لوري جوړېږي؛ خو په کندهار کې هم یو لړ ستونزې شته چې دوي یې د حل لپاره هڅې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وايي، پاکستان غواړي چې پر سپين بولدک سوداګري کمه او پر نورو لارو زياته شي. د یادونې ده چې د سپين بولدک او چمن تر منځ دروازه په څلوریشت ساعتونو کې اوس  یوازې دولس ساعته د سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام