د ا.ا د چارواکو پر ویزو بندیز؛ «امریکا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي»

اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له لوري یې پر چارواکو د ویزو بندیز پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې غندلې ده.
په دې خبرپاڼه کې چې د ا.ا د ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر خپره شوې لیکل شوي چې امریکا دا پرېکړه پر افغانانو د زړه‌خوږي له مخې نه‌ده کړې، بلکې په وینا یې، امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي.

کندهار کې سوداګر: پاکستان مو د تازه مېوو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ورکوي

په کندهار کې سوداګر وایي، د سپین‌بولدک-چمن پر سوداګریزه لاره پاکستاني چارواکي په یوه او بله پلمه دوی ته ستونزې جوړوي چې دې چارې یې پر سوداګرۍ اغېزه کړې ده. افغان سوداګرو همداراز وايي چې پاکستانی لوری تر ډېره دغه ستونزه هغه مهال رامنځته کوي چې دغه ولایت کې د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو وخت وي.

ولسمشر: د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد معامله نه کوو

ولسمشر محمداشرف غني د سولې پروسې د چټکۍ په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له غوښتنې یوه شپه او ورځ وروسته یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد به معامله نه کېږي. ولسمشر دا څرګندونې نن د ملي شورا د اوولسمې دورې د درېیم کاري کال په پرانېست‌غونډه کې وکړې. هغه وايي، د یوې تلپاتې او رښتینې سولې لپاره چې د افغانستان خپلواکي او د خلکو له لوري د خپل برخلیک ټاکل په‌کې په پام کې ونیول شي، قربانۍ ته تیار دی، خو په وینا یې، له اساسي قانون څخه به تېر نه شي. ولسمشر غني له طالبانو هم وغوښتل چې شعارونه پرېږدي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

طالبان د سولې خبرو ځنډولو لپاره پلمې لټوي

په قطر کې د سولې دویم پړاو خبرې اترې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، خو تر اوسه د دواړو لوریو د مرکچیانو له لوري په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دولت د سولې مرکچي پلاوي نن پر ټویټر لیکلي چې ځینې کسان د سولې خبرو د ځنډولو لپاره پلمې لټوي.