Asset 1SWN

د پوهنې وزارت سرپرست: د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» زیات دی

پوهنې وزارت سرپرست

د پوهنې وزارت سرپرست جوزجان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» او ناپوهي ډېره ده.

حبیب‌الله اغا پرون یکشنبه د تلې دویمه دغه ولایت کې د یوې دینې مدرسې د جوړېدو چارو د پرانېستلو په اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي، هلکان او نجونې حق لري چې دینې زده‌کړې وکړي او په وینا یې، «د هلکانو په پرتله د نجونو جهل زیات دی.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي ویلي: «څومره چې هلکان پر موږ حق لري، نجونې هم حق لري چې دیني زده‌کړې وکړي، ځکه د هلکانو په پرتله د نجونو جهل «ناپوهي» زیاته ده.»

د پوهنې وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د عصري علومو پر مټ د هېواد پرمختګ شونی دی. نوموړي هېواد کې د دیني مدرسو پر جوړېدو ټينګار کړی او د خلکو ترمنځ یووالی، او یو بل منل د هېواد د پرمختګ لامل بللی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست جوزجان ته د خپل سفر پرمهال دغه ولایت کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو لپاره د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده.

په ورته مهال یادو مراسمو کې د جوزجان امنیې قومندان حفیظ‌الله پهلوان هم وویل چې دغه دیني مدرسه په درې پوړونو کې رغول کېږي چې ۱۵۰۰ نجونې به په‌کې دینې زده‌کړې وکړي.

په همدې حال کې د جوزجان والي ګل‌حیدر شفق هم یادو مراسمو کې د دیني او عصري زده‌کړو لپاره د ښوونځیو او مدرسو پر جوړولو ټينګار کړی دی. د نوموړي په وینا، افغانستان مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او له دې لارې هېواد د پرمختګ پر لور بوځي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د جوزجان د اقچې ولسوالي اوسېدونکي له سرپرست حکومت غواړي چې دغه ولسوالي کې نور ښوونځي او مدرسې جوړې او ځوانانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام